د پاریس غونډې له عراقه ملاتړ وکړ

د پاريس په غونډه کي د داعش ضد ايتلاف ددې ډلي له لوري د نيول شویو سميو د بيرته تر لاسه کولو په تړاو د عراق دولت له پلانه ملاتړ کړی. حيدر عبادي هم په دي ناسته کي له داعش سره د بهرنيو مرستو د بنديدو غوښتنه وکړه وويل: نړيواله ټولنه بايد د داعش پر وړاندي په جگړه کې له عراقه ډير ملاتړ وکړي

په پاریس کې د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف بهرنیو چارو وزیرانو، ددې ډلې پر وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي خبرې کړي دي. ددې غونډې ګډونوالو د داعش تر واک لاندې سیمو د بیرته تر لاسه کولو په موخه د عراق دولت له پلانه ملاتړ او ددې ډلې د ځپلو لپاره یي د غړیو هیوادونو پر لا همکارۍ او مرسته ټینګار وکړ. له دې ناستې وروسته د فرانسې بهرنیو چارو وزیر( لورانت فابیوس) خبریالانو ته وویل: په عراق کې د داعش پر وړاندې مبارزه باید له پوځي لارو سره سیاسي لارې هم ولري. د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف هوایي بریدونه له تیر کال راهیسې پیل شوي. داعش تر اوسه د عراق له دریو یوه سیمه نیولې او د سوریې ډيری خاوره ددوی په لاس کې ده. د غونډې پر مهال د عراق لومړي وزیر د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف هوایي بریدونه نیمګړي وښودل او له دې ډلې سره یي د بهرنیو مرستو د بندولو او د عراق له دولت څخه د کلک ملاتړغوښتنه وکړه. ده وویل: ” څرنګه چې تاسو پوهیږۍ داعش په عراق کې نه دی زیږیدلی، بلکې دا ډله په سوریه کې د کړکیچ پر مهال چې له عراق سره اړیکه نلري رامنځ ته شوې ده. دوی له عراقه بهر د جنګیالیو له لوري په وسلو سنبالیږي. مونږ د داعش پر وړاندې له فداکاریه کار اخلو او نړیواله ټولنه باید زمونږ ملاتړ وکړي”

د عراق لومړي وزیر ویلي: هیواد یي استخباراتي او د وسلو مرستې ته دیره اړتیال لري او په دې برخو کې له بغداد سره د ایتلاف مرستې ډيرې لږې دي. عراقي یو ځل بیا ټینګار کړی چې باید عراق ته د بهرنیو جنګیالیو مخینوی او له دې ډلې سره دمرستو لارې بندې شي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *