د داعش پر نړیوال ایتلاف روسیې نیوکه کړې ده

د روسيي بهرنيو چارو وزير د داعش پر وړاندې د ايتلاف رامنځ ته کول، يوه تيروتنه ښودلې ويلي يي دي: امريکا بايد دا ايتلاف د امنيت شورا له لاري رامنځ ته کړی وی. سرگي لاوروف ويلي: روسيه د داعش پر وړاندي له جگړې ملاتړ کوي خو پر دي ډلې د مرستي بنديد لاري بايد د امنيت شورا له لوري رامنځ ته شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر(سرګي لاوروف) له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: هیواد یي د داعش پر وړاندې له هوایي بریدونو سره مخالفت نلري، خو په سوریه او عراق کې ددې ډلې پر وړاندې د ایتلاف رامنځ ته کول یوه تیروتنه وه او دا کار باید د امنیت شورا له لارې تر سره شوی وی. لاوروف زیاته کړې، په سوریه کې د ایتلاف هوايي بریدونه ددې هیواد د دولت له اجازی پرته تیروتنه ده او غیر قانوني بڼه لري او امریکا په سوریه کې د سیاسي واک د بدلون په تړواو پریکړې حق نلري. د روسیې بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، هیواد یي له عراق سره د داعش پر وړاندې په مبارزه کې مرسته کوي او دې هیواد ته به وسله ورکړي. د لاروف په وینا داعش اوس مهال د عراق او سوریې ډيری سیمې نیولې او ددې ډلې د ماتې لپاره یواځې هوایي بریدونه بسنه نکوي او باید د امنیت شورا له لوري ددې ډلې د مالي سرچینو د بندیدو لپاره حل لاره ولټول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *