د عربي متحده اماراتو د کړیو ژمنو د پلي کیدوډاډ ورکړی
د عربي متحده اماراتو د کړیو ژمنو د پلي کیدوډاډ ورکړی
د عربي متحده اماراتو سفير له افغانستان سره د خپلو کړيو ژمنو پر پلي کيدو ټينگار کړی. دوي ويلي، هيواد يي د افغان زدکونکو لپاره په يوه څلور کلن پلان کار کوي
په کابل کې د عربي متحده اماراتو سفیر تیره ورځ په ولسمشری ماڼۍ کې له ښاغلي غني سره د لیدنې پر مهال، ژمنه وکړه چې هیواد به یي د دیني، تحصیلي بورسیو او اقتصادي مرستو ژمنې پلې کړي. ده په افغانستان کې دپانګوالو د امنیت خوندي کولو د غوښتنې ترڅنګ وویل: هیواد یي غواړي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د آسیا په مرکزي ترانزیتي هوایي ډګر بدل کړي. د عربي متحده اماراتو سفیر په داسې حال کې د خپل هیواد پانګوالو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې چې څه موده وړاندې ابو ظبۍ د لسګونو افغان سوداګرو اقامې لغوه کړې.
له دې سره شاغلي سیف تیره ورخ له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال د کابل پوهنتون سره له همکاری او په خوست ولایت کې له شیخ زاید پوهنتون سره د مرستې خبر ورکړی ویلي یي دي، هیواد یي د افغان سلو محصلینو لپاره د بورسیو په څلور کلن پلان کار کوي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د لوړو زدکړو وزارت لس تنه کارکونکي د تخنیکي روزنې لپاره دې هیواد ته واستول شي. دده په وینا، اماراتو تر اوسه ۱۸۷۰۰ افغان ملا امامان روزلي او ټاکل شوې ۱۳۰۰ نورو ته هم زدکړې ورکړل شي.