د کونړ ولايت سلګونو اوسیدونکو د برما پر مسلمانانو کیدونکي ظلمونه وغندل
د کونړ ولايت سلګونو اوسیدونکو د برما پر مسلمانانو کیدونکي ظلمونه وغندل.
برما چې د سوېلي اسيا هېواد دى، له تېرو څو کلونو راهيسې بودايانو پر مسلمانانو ظلمونه پيل کړي دي.
د کونړ د ولايتي شورا او ځوانانو شورا له خوا د غبرګولي په ١٢مه، تر غرمې وروسته د ياد هېواد د ظلمونو پر ضد لاريون وشو.
په دې لاريون کې چې شاوخوا ٤٠٠ تنو برخه اخيستې وه، د برما د حکومت پر ضد يې شعاورنه ورکول .
د ولايتي شورا مرستيال جمال الدين سيار له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړيوالو ادارو وغوښتل چې د برما پر مسلمانانو د مظلمونو مخه ونيسي.
بله خوا ددې ولايت د ځوانانو رييس ذبيح الله بيا د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د ترکيې د هغو اقداماتو او پرېکړو ملاتړ وکړي، چې د برما د مسلمانانو په اړه يې کړي دي.
دغه سوله ييز لاريون د يوه پرېکړه ليک په لوستلو سره پاى ته ورسېد.