ملي امنیت د پارک پلس په مېلمستون د برید پلان جوړونکي نېولي

تیره میاشت د پارک پلس په میلمستون په برید کې ۱۴ تنه چې ۹ یې بهرنیان وو، وژل شوي ووتیره میاشت د پارک پلس په میلمستون په برید کې ۱۴ تنه چې ۹ یې بهرنیان وو، وژل شوي وو

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د کابل په کلوله پشته کې د پارک پلس د شوي ترهګریز برید طرح کوونکي یې په کابل کې نېولي دي.

د ملي امنیت د ریاست خبرپاڼه لیکلي، چې دا برید د حقاني شبکې له خوا په پېښور کې طرحه شوی وو، او دوه طرحه کوونکي یې لرل چې یو یې د مدیرا په نوم یوې فرانسوې غیرحکومتي موسسه کې د سیمه ایز کارکوونکی په توګه کار کوه.

د ملي امنیت ریاست یو طرحه کوونکی غلام عزیز یاد کړی، او ویلي یې دي چې د حقاني شبکې د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې یو ایس ای ډي له کارت نه یې ګټه اخېستې ده.

د کابل د کلوله پشتې په سیمه کې د پارک پلس په مېملستون د ثور د میاشتې په څلور ویشتمه نېټه برید وشو، او پدغه برید کې څوارلس کسه ووژل شول چې نهه پکې بهرنیان وو.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي “د غلام عزیز په نامه کس د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې له یوه جعلي کارت څخه په استفادې سره چې د مدیرا د موسسې د کارکونکي عبدالوکیل له خوا ورته په جعلي بڼه تیار کړای شوی وو، ددغه مېلمستون سیمه څېړلې او نقشه یې انس ته ( چې په پېښور کې د حقاني شبکې د یوې ډلې مشر بلل شوی) سپارلې وه، چې وروسته د حقاني ډلې له خوا د ادریس په نامه بریدکوونکی له پاکستان څخه کابل ته را لېږل شوی وو.”

ملي امنیت ویلي، چې دغه دواړو طرحه کوونکو له ادریس سره پدغه برید کې مرسته کړې ده.

د ملي امنیت ریاست وايي، دوی دواړه یې د کابل له سویلي غاړې د سنګ نوشتې له سیمې نېولي دي.

د ملي امنیت ریاست دا هم ویلي، چې دواړه طرحه کوونکو د کورنیو چارو په وزارت او د لوګر په امنیه قومندانۍ هم په بریدونو کې لاس درلود.

د ثور د میاشتې په څلور ویشتمه نېټه د شپې ناوخته د پارک پلس په مېلمستون برید وشو، دا برید ویل کیږي، چې د یوه کانسرټ له پېل کېدو مخکې وو.

پدغه برید کې څوارلس کسه ووژل شو، نهه پکې بهرنیان وو، د افغانان په ګډون څلور هندیان، دوه پاکستانیان او یو یو د امریکا او ایټالیا اوسېدونکي وو.

له دغه برید وروسته د وزیراکبرخان د هیټل په هوټل هم برید شوی وو، خو پدغه برید کې له ځانمرګو بریدکوونکو پرته نور چاته مرګ ژوبله نه وه اوښتې

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *