بلخ کې د مرستې رسونې ۹ افغان کارکوونکي وژل شوي

د بلخ د والي ویاند وایي چې ټول وژل شوي کسان د دغې موسسې افغان کارکوونکي دي چې تازه د کار له ځایه دغه دفتر ته راستانه شوي وو.د بلخ د والي ویاند وایي چې ټول وژل شوي کسان د دغې موسسې افغان کارکوونکي دي چې تازه د کار له ځایه دغه دفتر ته راستانه شوي وو.

د بلخ په ولایت کې چارواکي وایي چې تیره شپه د دغه ولایت د زاري په ولسوالۍ کې د اړینو خلکو یا” پیپل این نیډ “د یوې مرستې رسونې د بهرنۍ موسسې نهه سیمه ایز کارکوونکي چې یوه یې ښځه ده په یو برید کې وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د والي ویاند منیر احمد فرهاد وویل چې ناپیژاندو وسله والو تیره شپه د دغه ولایت د زاري په ولسوالۍ کې د اړینو خلکو ” People in Need” د چک د هیواد د موسسې په سیمه ایز دفتر برید کړی چې د بریدکوونکو د موسسې د ساتوونکو ترمنځ د یوې نښتې وروسته د دغې چکي موسیسې ۹ کارکوونکي ووژل شول.

ښاغلی فرهاد وایي چې په وژل شوو نهو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

د بلخ د والي ویاند وایي چې ټول وژل شوي کسان د دغې موسسې افغان کارکوونکي دي چې تازه د کار له ځایه دغه دفتر ته راستانه شوي وو.

په کابل کې د غیرحکومتي موسسو د هماهنګۍ دفتر اکبر په یوه بیان کې د اړینو خلکو ” People in Need” د نهو سیمه ایزو کارکوونکو وژل کیدل تائید کړي دي او ویلي دي چې دغې موسسې د تیرو لسو کالو راپه دیخوا په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې او کرهڼې په برخو کې د سیمې له اوسیدونکو سره کار کوه.

تراوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د کلو د پراختیا وزارت دغه وزارت سره د اړینو خلکو ” People in Need” همکارې موسسې د نهو کارکوونکو وژل په سختو ټکو غندلي دي.

د دغه وزارت له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د زاري په ولسوالۍ کې دغه نهه تنه د افغانستان د خلکو د څرګندو دښمنانو له خوا وژل شوي دي.

خو د کلو د پراختیا د وزارت په دغه بیان کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو نوم نه دی اخیستل شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *