پاریس کې د داعش ضد ایتلاف پر نوې تګلارې غور کوي

د عراق حکومت تر ډېره  ملېشې جوړې کړې، چې رمادي ښار بېرته ونیسي، خو دا چې عراق دغو عملیاتو کې  ته ډېره ونډه ورکړې ده، تر ډېره پرې پراخې نیوکې شوې دي.

د سې شنبې په ورځ د ۲۰ هېوادونو وزیران پاریس کې سره جرګه شوي، چې په سوریه او عراق کې د ”اسلامي دولت” ډلې د ګواښونو د مخنیوي په موخه پر یوې تګلارې غور وکړي.

ددغې ناستې مشري د عراق لومړی وزیر حیدرالعبادي او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په یوه چورلکه کې د ټپي کېدو له کبله دغې ناستې ته حاضر نه شو.

پاریس کې د داعش ضد غونډه د عراق د رمادي ښار له سقوط دوه اونۍ وروسته جوړېږي.

د عراق حکومت تر ډېره شیعه ملېشې جوړې کړې، چې رمادي ښار بېرته ونیسي، خو دا چې عراق دغو عملیاتو کې شیعه ګانو ته ډېره ونډه ورکړې ده، تر ډېره پرې پراخې نیوکې شوې دي.

ویل کېږي، عراقي ملېشې د ایران له خوا تمویلېږي، چې په سني مېشتو عراقي سیمو کې له سنیانو غچ واخلي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د عراق انبار کې د داعش یوه برید لږترلږه ۴۵ پولیس ووژل.

د انبار یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل: ”د ”اسلامي دولت” له منګولو د انبار د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو چارې په بشپړېدو دي او دا عملیات به راتلونکو څو ورځو کې پیل شي”.

د سرچینې په وینا، په ایران کې شپږ جوړ شوي توغندي انبار کې د داعش ضد جګړې لومړیو کرښو ته لېږدول شوي او ۳۰۰ رضاکارانو په د رمادي په ختیځ حبانیه اډه کې پوځي روزنې بشپړې کړې دي.

ویل کېږي، عراقي شیعه ملېشې د ایران له خوا تمویلېږي، چې په سني مېشتو عراقي سیمو کې له سنیانو غچ واخلي.

د پاریس غونډه کې به د ‘اسلامي دولت’ له لوري د کلتوري میراث پر ویجاړیو هم بحث وشي. دغې ډلې تر اوسه په عراق کې ګڼ تاریخي ځایونه ویجاړ کړي دي، داسې وېره هم شته، چې په سوریه کې د ‘تدمر’ تاریخي ښار هم ړنګ کړي.

ملګرو ملتونو پر ‘اسلامي دولت’ او سوریه او عراق کې پر نورو اورپکو ډلو تور لګولی، چې جګړه کې له ماشومانو ګټه اخلي، دوی ربړوي او آن په وژلو یې هم سرپه نه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *