امریکایی جګړې 100000 افغانان وژلي دي
امریکایی جګړې ۱۰۰۰۰۰ افغانان وژلي دي
په يوه تازه خپور شوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د امريکا له خوا د جګړې له پيله راهيسې سل زره افغانان وژل شوي دي.
امريکايي رسنيو د غبرګولي په ١٢مه خبر ورکړى چې دغه راپور د امريکا د (براون پوهنتون) د نړيوالو څېړنو دانسټيټيوټ له خوا چمتو او خپور شوى دى.
په دغه راپور کې له ٢٠٠١ کال څخه چې امريکا په افغانستان کې جګړه پيل کړه تر ٢٠١٤ کاله پورې چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسېد، د جګړې اړوند معلومات خپاره شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په ياده موده کې په پاکستان او افغانستان کې ١٤٩ زره کسان وژل شوي او ١٦٢ زره نور سخت ټپيان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې ١٠٠زره افغانان او ٤٩ زره نور پاکستانيان دي.
د دغه راپور يوه چمتو کوونکې نيتا کراوفورډ ويلي چې د هر کال په تېرېدو سره د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې او داسې ښکاري چې په افغانستان کې جګړه نه ختمېدونکې ده.
هغه زياته کړې: ((په افغانستان کې حالات ورځ تر بلې خرابېږي.))
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تېره مياشت اعلان وکړ چې د ٢٠١٥ کال په لومړۍ ربع کې د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې په کچه کې ١٦ سلنه زياتوالى راغلى دى.
ملګرو ملتونو ويلي چې په دې موده کې ٩٧٤ ملکي وګړي وژل شوي او ١٩٦٣ نور ژوبل شوي وو.