د چین سوېل کې ۴۵۰ مسافر وړونکې بېړۍ ډوبه شوې

د “چین ولس” په نامه ورځپاڼې لیکلي، د بېړۍ ډېری سپرلۍ سیلانیان دي، چې عمرونه یې د ۵۰ او ۸۰ کلونو ترمنځ ښودل شوي.

چینايي رسنیو ویلي، ددغه هېواد په سوېلي یانګچي سیند کې د تېز باد له کبله یوه بېړۍ ډوبه شوې ده، چې ۴۵۰ مسافر پکې سپاره وو.

شینخوا خبري اژانس ویلي، ژغورندویه ډلې سیمې ته رسېدلې دي، چې تر اوسه یې ۸ مسافر ژغورلي، خو د نورو لټون روان دی.

سرچینه وايي، په دې بېړۍ کې د ۴۵۰ مسافرو سربېره، د بېړۍ ۴۷ عمله او د سیاحت د یوه شرکت پنځه کارکوونکي هم وو.

د ژغورل شوي ماڼو له قوله ویلی شوي، بېړۍ د تېز باد له کبله چپه شوه او ژر ډوبه شوه.

رپوټونه وايي تېزو بادونو او بارانونو د ژغورندویو ډلو کار له خنډ سره مخامخ کړی دی.

حکومتي تلوېزیون د ژغورندویو انځورونه خپاره کړي، خو تېز باد او باران یې کار له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی

کوچنۍ کښتې د ډوبو شویو د ژغورنې لپاره استول شوې دي

د چین حکومتي تلوېزیون ویليو بېړۍ د (چونګینګ) په نوم د یوه شرکت ده، چې په یانګچي سیند کې د سیلانیانو لپاره د سفر زمینې برابروي.

د “چین ولس” په نامه ورځپاڼې لیکلي، د بېړۍ ډېری سپرلۍ سیلانیان دي، چې عمرونه یې د ۵۰ او ۸۰ کلونو ترمنځ ښودل شوي.

ورځپاڼه وايي، بېړۍ په سیند کې سرپر څڼې چپه شوې ده.

دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *