امريکا کاناډا ته هم دانتراکس ميکروبونه ليږلې دي
د امريکا متحده ايالات دې پائيلي ته رسيدلې چې دانتراکس ژوندی ميکروب ئي نه يواځي جنوبي کوريا او استراليا ته ليږلی، بلکې دغه ميکروب ئي کاناډا ته هم ليږلي دي.
څه موده مخکې د امريکا متحده ايالاتو په تيروتنه کې جنوبي کوريا ته دانتراکس ميکروب دليږلو له کبله بخښنه غوښتي وه. دامريکا متحده ايالاتو ددفاع وزير اشتون کارتر وويل چې په دې اړه ئي دتحقیقاتو دپائيلي په اړه سيول ته خبر ورکړی وو. او ګرم کسانو ته به سزا ورکړل سي. څو ورځې مخکې امريکائي پوځيانو خبر ورکړ دانتراکس ژوندي ميکربونه ئي په تيروتنه دامريکا ۹ لابراتوارونو او سهيلي کوريا ته ليږلي دي. ددغې پيښي په اړه څيړنې روانې دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *