د دولت د مخالفیتو په خپل منځي نښتو کې ۲۰۰ تنو ته مرگ ژوبله اوښتې

د تیرې یوې میاشتې راهیسې د هسکې مینې، اچین، نازیانو او کوټ ولسوالیو په سرحدي سیمو کې د وسله والو طالبانواو داعش ډلې ترمنځ سختې نښتې روانې دي چې په پایله کې یې له سلو زیات کسان وژل شوي او همدومره نورټپیان دي.

دننګرهارامنیتي مسولین وايي دغه نښتې د تیرې یوې میاشتې راهیسې په وقفه يی ډول روانې دي چې له امله یې سلګونه کورنۍ هم بې ځایه شوي.

وسله والو ډلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د رپوټونوله مخې داعش ډله غواړي چې د ننګرهار په شپږو هغو ولسوالیوکې چې له ډیورند سره په خوا کې پرتې دي، خپل مرکزونه جوړاو له همدې ځایه خپل فغالیتونه پراخه کړي.

د ننګرهار امنیه قومندان جنرال فضل احمدشیرزاد وايي امنتیي بنسټونه به دې له دې وضعیت ګټه پورته کړي.

قومي مشران د دوسله والوډلوترمنځ خپل منځي جګړو اندیښمن کړي.

دوی وايي په داعش ډله کې نوي کسان نشته بلکې له طالبانو خوابدو د داعش بیرغ پورته کړی.

دوي وایی، نښتو د سیمې سلګونه کورنۍ بې ځایه کړي.

د ننګرهارد ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری هم د داعش فعالیتونه د اندیښنې وړ ګڼي.

د ننګرهار سرحدي سیموکې د داعش او طالبانوترمنځ په نښتوکې یوشمیرمهم طالب قومندانان هم وژل شوي.

د چارو کارپوهان وايي د داعش ډلې غښتلتیا به افغان ځواکونوته نوی سرخوږی جوړکړی.

دوی پرحکومت غږ کوي چې دغه ډله همدا اوس له پښو وغورځوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *