د مرسي وکیل وايي، چې د مصر د لوی مفتي د پرېکړې لامله دا حکم ځنډول شوی دی.
تېره میاشت د مصر یوې محکمې په ۲۰۱۱ کال کې د بندیخانې د ماتېدلو په دوسیه کې مرستي او د هغه د ډلې څو لوړپوړي مشران په مرګ محکوم کړل.
په دې پرېکړه پسې په مصر او مختلفو هیوادونو کې د مرسي په ملاتړ لاریونونه وشول او له قاهرې وغوښتل شول چې د محکمې پرېکړه واخلي.
په مصر کې د حسني مبارک د واکمنۍ له پرځېدلو وروسته محمد مرسي په دغه هیواد کې ټاکنې وګتلې او ولسمشر شو، خو له یو کال واکمنۍ وروسته د اوسني ولسمشر له خوا له واک لرې او بندي کړی شو

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *