تيره شپه ناوخته د ننګرهار د امنيه قومندانۍ پر ودانۍ ډله ايز بريد پای ته رسيدلی دی

ياد بريد هغه وخت پيل شو چې ډله ايزو ځانمرګو بريدګرو پردې قومندانۍ ځانمرګی بريد وکړ او نښه پيل شوه.

د ځايي ادارې يو وياند ضيا دراني رسنيو ته ويلي دي چې تر ځانمرګي بريد وروسته يو شمېر وسله والو پر افغان ځواکونو د ډزو په کولو پیل وکړ.

خو په کابل کې د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې پوليسو ددې قومندانۍ روزنيزه برخه په نښه کړې.

د کورنیو چارو وزارت امنيتي مرستيال ايوب سالنګي ويلي دي چې دې بريدګرو د امنیه قومندانۍ د ورکشاپونو برخه په نښه کړې وه.

ويل کيږي بريد ګر درې تنه وه چې ټول وژل شوي دي.

بلخوا ويل کيږی نهه سرتیري او ملکي وګړي هم په دې نښته کې ټپيان شوي دي او طالبانو يي مسولیت په غاړه اخيستی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *