ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد لوېديځ ولایت هرات ته په سفر تللی. غني د ملي یووالي حکومت په لومړېو ورځو کې هم یاد ولایت ته سفر کړی و. ولسمشر هرات ته د خپل لومړي سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې د خپلې کاري دورې په لړ کې به څو څو ځلې یاد ولایت ته سفر کوي. د راپورونو له مخې غني به د دغه سفر پر مهال هرات ته د خپل پخواني سفر پایلې و ارزوي او دغه راز د شینډنډ امنیتي وضعیت او د سلما بند د جوړېدو چارې به هم له نږدې وګوري. ولسمشر به دغه راز په لوېدېځه حوزه کې د امنیتي ځواکونو د مېشتې ۲۰۷ قول اردو له سرتېرو لېدنه او د هغوی ستاینه وکړي. د یادولو ده چې اشرف غني هرات ته د خپل لومړي سفر پر مهال د هرات د مرکز او ولسوالیو ۳۰ لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *