په عمان کي د حوثيانو او امريکايي استازو ترمنځ ليدنه شوې ده
په عمان کي د حوثيانو او امريکايي استازو ترمنځ ليدنه شوې ده
ددي ليدني موخه چي د عمان په منځگړيتوب تر سره شوې په يمن کي يو حل لاري رامنځ ته کولو او دخبرو له لاري د ستونزو له منځه وړل ښودل شوې ده
د یمن تښتیدلي ولسمشر دحکومت ویاند راجح بادي، ویلي په مسقط کې د حوثیانو او امریکایي پلاوې ترمنځ لیدنه شوې. ده ویلي: دا لیدنه د امریکایي لوري په غوښتنه شوې خو د منصور هادي د حکومت استازو پکې ګډون نه درلود. مخکې له دې د حوثیانو ویاند ( محمد عبدالسلام) مخکې له دې عمان ته د حوثیانو د یوه استازي له سفره، چې موخه یي د یمن ستونزې ته د یوې حل لارې رامنځ ته کول وه خبر ورکړی وو.
په صنعا کې د یمن یوه چارواکي هم ویلي، د عمان په پلازمینه کې ددې هیواد په منځګړیتوب د امریکایي او حوثیانو د استازو ترمنځ لیدنه شوې ده او ویل کیږي چې په دې لیدنه کې د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح استازي هم ګډون کړی دی. امریکا پر یمن د سعودي عربستان له هوایي بریدونو ملاتړ او له دوی سره د استخباراتي او لوژیستیکي مرستې کوي.
له دې سره د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم هڅه کوي ترڅو یمني مشران خبرو ته اړ کړي او د جینو په نا سته کې چې ددې هیواد د ستونزې هواری په موخه په لاره اچول کیږي ګډون و کړي. ټاکل شوې وه دا ناسته تیره اونۍ ترسره شوې وی خو دا ناسته د منصور هادي د نه ګډون له امله څنډول شوې ده. پریمن د عربستان د برید موخه منصور هادي ته د واک سپارل ده او له دوه میاشتو راهیسې دا بریدونه دوام لري. په دې بریدونو او د ځمکنیو نښتو له امله تر اوسه نږدې دوه زره کسان وژل شوي او په زرګونه نور ټپیان دي.