جاپان زورورې زلزلې لړزولی
يوه عيني شاهد د جاپان خبري رسنۍ ته ويلي “زه تر اوسه له داسې څه سره نه وم مخ شوی، دا ډېره وېرونکې وه
جاپان کې زورورې زلزلې د توکيو ودانۍ لړزولې او ټکانونه يې شاوخوا سيمو کې محسوس شوي دي.
د امريکا د جيولوژيکي څېړنو د راپور له مخې دا زلزله د هېکټر په کچه ۷،۸ درجې وه.
د يادې شوې ادارې په راپور کې ويل شوي چې زلزله له ځايي وخت سره سم د شبنې پر ورځ شپږ نيمې بجې رامنځ شوه.
ويل کېږي د زلزلې مرکز د اوګسوار ټاپو و او د زلزلې اغېز تر۵۹۰ کيلومتره پورې ژوروالی درلود.
د توکيو د اور وژنې اداره وايي د خلکو له خوا ورته د ټپيانو سره د مرستې په اړه ټليفونونه شوي دي.
د رويټرز په وينا د زلزلې له کبله د شينکنس ريل چې د توکيو او اوسکا تر منځ سفر کوي بند شوی دی.
تراوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه نور معلومات نه دي راغلي.
يوه عيني شاهد د جاپان خبري رسنۍ ته ويلي “زه تر اوسه له داسې څه سره نه وم مخ شوی، دا ډېره وېرونکې وه”
د توکيو د زلزلې د څېړنو مرکز وايي “دا ټکانونه ډېر لوی وو او په شاوخوا سيمو کې هم محسوس شوي، له نېکمرغه دا زلزله ژوره وه ځکه نو د سونامي وېره ډېره نه وه”
جاپان کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ مياشت کې د هېکټر په کچې ۹،۰ زلزلې له کبله سونامې رامنځ ته شوې وه چې شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.