پاکستان شمالي وزیرستان کې د ۱۲ وسله وال وژل شوي دي
پاکستان شمالي وزیرستان کې د ۱۲ وسله وال وژل شوي دي
شمالي وزیرستان کې وړاندې هم پوځ د اورپکو پرضد د (ضرب عضب) په نوم عملیات پيل کړي و.
د پاکستان پوځي سرچینې وايي، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزیرستان دته خېلو سیمه کې یې د ځمکنیو عملیاتو پرمهال ۱۲ اورپکي وژلي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اېس پي آر) ویلي، دغه ځمکني بریدونه یې د تېرې یکشنبې په شپه د افغانستان پولې ته څېرمه کړي دي.
پوځ په خبرپاڼه کې ویلي، د چاڼیزو عملیاتو پرمهال یې ځینې اورپکي کلابند کړي دي.
سرچینه وايي، هغه اورپکي یې وژلي، چې د تېښتې هڅه یې کوله او مړي یې همالته پاتې دي.
ویل کېږي، دا لومړی ځل دی چې د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه او ورڅېرمه کلیو کې پوځ ځمکني عملیات کوي.
د پاکستان پوځ وړاندې د افغانستان له پولې سره نژدې په دته خېلو او شوال سیمو کې د عملیاتو پیلولو خبر ورکړی و.
شمالي وزیرستان کې وړاندې هم پوځ د اورپکو پرضد د (ضرب عضب) په نوم عملیات پيل کړي و.
د پوځ په وینا، په یادو اوږدو عملیاتو کې د سیمې ۹۰ سلنه برخه د اورپکو له فعالیتونو پاکه شوې وه.
د ضرب عضب عملیاتو له کبله سلګونه زره کورنۍ بې ځایه شوې، چې ګڼې یې ګاونډي افغانستان ته واوښتې.
پاکستاني چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان د بې ځایه شویو بېرته ستنولو چاره یې پیل کړې ده چې تر اوسه ۱۲۰۰ کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې، خو لاهم د میر علي او میرانشاه ولسوالیو بې ځایه شوي بېرته نه دي ستانه شوي.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات