په باميانو ولايت کې د داعش سرګروپ نيول شوی

د پوليسو قوماندان قدسي وويل چې ابراهيم شوخک له ځان سره وسلوال کسان درلودل او له ۷۲ ساعته عملياتو وروسته يې د ورس په ولسوالۍ کې نيولی دی.

افغان پوليس وايي د باميانو ولايت کې يې “د اسلامي دولت” ډلې داعش يو سرګروپ نيولی دی.

د چارواکو په وينا نوموړی تازه له داعش ډلې سره يو ځای شوی و او د دغې ډلې له لوري په باميانو، دايکندي او غور ولايتونو کې د عملياتو مسوول و.

د پوليسو قوماندان خدايار قدسي خبريالانو ته ويلي ابراهيم فکوري، چې په (شوخک) مشهور و او د ده په خبره له څو ترهګرو شبکو سره يې اړيکي لرل نيول شوی دی.

دی وايي ابراهيم فکوري غوښتل، د سويلي اسيا د سيمه ييزې همکارۍ سازمان سارک له لوري د فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د نومونې جشن ګډوډ کړي.

د باميانو ښار په ۲۰۱۵ کال کې د سارک له لوري د فرهنګي مرکز په توګه نومول شوی او ټاکل شوې روانه اوونۍ دغه نوم په رسمي ډول اعلان شي.

د باميان چارواکي وايي ابراهيم فکوري شيعه، هزاره، د همدې ولایت اوسېدونکی او پخوانی جهادی قومندان دی.

ښاغلي قدسي وويل چې ابراهيم شوخک له ځان سره وسلوال کسان درلودل او له ۷۲ ساعته عملياتو وروسته يې د ورس په ولسوالۍ کې نيولی دی.

د باميانو امنيه قومندان وايي ابراهيم فکوري له بهره په مياشت کې یو نيم ميليون افغانۍ ترلاسه کولې.

په باميانو کې د داعش ډلې پيدا کېدل چې د افغانستان له ارامو ولایتونو ګڼل کېږي يو شمېر کسان اندېښمن کړي دي.

دا راپور شریک کړئ د شریکولو په

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *