پاکستان به له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې کړې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې له افغانستان سره خپلې کړې ټولنې ژمنې به عملي کړي.

پاکستان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې ولسمشر اشرف غني په دې وروستيو کې دغه هېواد ته اووه ماده ييز ليک استولى دى.

په دغه ليک کې راغلي چې په پېښور او کوېټه کې د افغان طالبانو دفترونه وتړي، د هغوى مشران دې نظربند کړي، د حقاني ډلې پر ضد دې جدي اقدامات وکړي، په پاکستان کې د طالب ټپيانو درملنه دې بنده شي او پاکستان بايد د طالبانو له خوا پيل شوي د عزم په نوم پسرلني عمليات وغندي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله د دغه هېواد له جنګ ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي چې دوى هم د رسنيو له لارې له دغه ليک څخه خبر شوي دي.

خو هغه زياته کړې چې هېواد يې له افغانستان سره د ښو اړيکو لپاره کړې خپلې ټولنې ژمنې عملي کوي.

دى وايي، درى اوونۍ مخکې کابل ته د سفر پر مهال لومړي وزير نوازشريف په ډاګه کړې وه چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دى.

د قاضي خليل الرحمن په وينا: ((موږ له افغانستان سره د خپلو اړيکو د پياوړې کولو په برخه کې پر خپلو ژمن ولاړ يو او دا به عملي کوو.))

نوموړي ويلي چې دوى د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې خپل ملاتړ ته هم دوام ورکوي.

ولسمشر غني پاکستان ته په داسې حال کې دغه ليک استولى چې څه موده مخکې د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو تر منځ د همکاريو پر يوه تفاهم ليک هم خبره شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *