دسعودي عربستان: دیمن له انصار الله غورځنګ سره موافقه شوي ده .
په یمن د سعودي عربستان د تیري له وروستیدا او د ال سعود رژيم دپوځي ماتي له ښکاره کیدا وروسته دسعودي عربستان الشرق الاوسط ورځپاڼې د عمان په مینځګړي توب سره له انصار الله غورځنګ سره د عربستان د خبرو اترو او دلومړنۍ موافقې دترلاسه کیدا خبر ورکړ .
الشرق الاوسط ورځپاڼې راپور ورکړ دیمن دانصار الله غورځنګ استازیو او د ال سعودر تر مشرۍ لاندې ائتلاف دعمان په مینځګړتوب سره دیمن دکړکیچ دختمیدا په باره کښې موافقې ته رسیدلي دي .
دالشرق الاوسط ورځپاڼې د ادعا پراساس د ترلاسه شویو موافقو پراساس دیمن پرضد جنګ بندیږي ، پخوانی حکومت قدرت ته بیرته ستنیږي اوپراخې سیاسي خبرې له سره شروع کیږي .
دسعودي عربستان دغه ورځپاڼې ادعا وکړه یمن دشپږو(۶) سیمو په ځاې له فیډرالي ترتیباتو سره سم په دوو(۲) سیمو ویشل کیږي .
دیمن انصار الله غورځنګ تراوسه ددغه راپور په باره کښې څه نه دي ویلي