نايجريا ځواکونو خپل پوځي موټر سيمې ته لېږلي او بريد کوونکي يې بېرته په شا تمبولي دي

د نايجريا بوکو حرام ډلې پر شمال ختيځ ښار مايدوګوري بريد کړی چې په نتيجه کې يې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

ويل کېږي بوکوحرام ډلې د راکټونو او درنو وسلو په واسطه پر ښار بريد وکړ، خو نايجريايي ځواکونه په دې وتوانېدل چې بېرته يې په شا کړې او د پرمختګ مخه يې ونيسي.

دا بريد د نايجريا د نوي ولسمشر محمد بوهاري له لوړې وروسته ترسره کېږي.

د نايجريا نوي ولسمشر ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې به پرېکنده عمل کوي او پوځ به د مايدوګوري ښار ته استوي.

په نژدې کلونو کې بوکو حرام ډلې د نايجريا په شمال ختيځ کې په زرګونو کسان وژلي دي.

د جمعې پر ورځ د بوکو حرام جنګياليو د مایدګوري په جنوبې څنډو بريد وکړ او د دريو ساعتونو لپاره وجنګېدل.

د سيمې يوه اوسېدونکي ماري مډو اسوشيد پرېس خبري اژانس ته ويلي، يوې چاودنې زما د کوټې چت سخت ولړزاوه.

د نايجريا ځواکونو خپل پوځي موټر او وسلې سيمې ته لېږلي او بريد کوونکي يې بېرته په شا تمبولي دي.

په ابوجا کې د بي بي سي وېل روز وايي دا بريد د بوکو حرام ډلې د قوت ښودل وو.

د نايجريا ولسمشر د جمعې پر ورځ خپله وينا کې يو ځل بيا وويل چې د بوکوحرام ډله به له منځه وړي. ده زياته کړه “دا ډله له اسلام ډېره لرې ده”

محمد بوهاري له پخواني پوځي واکمن ګوډ لک جانتن چې له ۲۰۱۰ کال راهيسې په واک کې و، قدرت واخيست.

د نايجريا نوي ولسمشر ژمنه وکړه چې دولت به یې بوکو حرام ډلې له خوا د تښتول شويو ۲۰۰ نجونو د ژغورلو لپاره هر هغه څه چې په وس کې يې دي ترسره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *