امينتي مسولينو په پکتيا او بغلان ولايتونو کي د لسگونو وسله والو له وژل کيدو خبر ورکړی. دي مسولينو ويلي په وژل شويو کي ډیری بهرنیان شتون لري.

د پکتيا امنيه قومندان له دوه ورڅو راهیسې ددې ولایت په بیلا بیلو سیمو کې د چنیزو عملیاتو له پیلیدو خبر ورکړی دی. ددوی په وینا، ددې عملیاتو په لړ کې پنځه دیرش وسله وال مخالفین وژل شوی چې پنځه یي بهرنیان دي. په پکتیا ولایت کې دې مسول ویلي: وسله والو طالبانو غوښتل ترڅو د سید کرم ولسوالی له لارې نورو سیمو ته لاره پیدا کړي، چې د امینتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

د پکتیا امنیې قومندان ویلي، په دې عملیاتو کې ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی او له امنیتي ځواکونو یواځې یو سرتیری ټپي شوی دی.

بله خوا د کورنیو چارو وزارت ځانګړې قطعې قومندان په بغلان ولایت کې د اتیا تنه وسله والو مخالفینو له وژل کیدو خبر ورکړی. جنرال شیزاد ویلي: دا وسله والو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوي دي او په تیرو دیرشو ورځو کې د مرکزي بغلان او ډنډ غوري سیمې له وسله والو پاکې شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *