د اوکراين په ختيځ کي جگړه به د نړۍ په کچه انساني ناورين رامنځ ته کړې

ملگرو ملتونو له دي سره ويلي: له دي سيمي د کډوالو شميره له دوه مليونه اوښتې چي له دوي څخه اته سوه زره کسان گاونډيو هيوادنو ته تښتيدلي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې، د اوکراین له ختیځ څخه د کډوالو شمیره له دوه ملیونو لوړه ښودلې ویلي یي دي، له دې سره چې د اوکرایني سرتیرو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ اوربند شوی خو بیا هم حالات په کړکیچن دي او خلکو د جګړې له ویرې خپل کورونه پریښې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالې څانګې زیاته کړې: د اوکراین په ختیځ کې د نړۍ په کچه انساني ناورین رامنځ ته کړی او ددې سیمې کډوالي د ناورین په لور روانه ده.

د یو ان ایچ سي آر د ریپوټ له مخې، له دوه میلیونو کډوالو څخه اته سوه زره یي ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي. د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو همغږې کونکې ادارې هم ویلي: د تیر کال اپریل میاشتې راهیسې شپږ زره درې سوه څلور دیرش کسان د اوکراین په نارامیو کې وژل شوي او له پنځه لس زره اوه سوه ډیر نور ټپیان دي.

بله خوا رویترز خبري آژآنس ویلي: روسیې له اوکراین سره ګډې پولې ته نږدې خپل ځواکونه او درنې وسلې ځای پر ځای کړې دي. دا ځواکونه ځانګړی یونفورم نلري او موټر یې بې پلیټه دي. اوکراین روسیه له بیلتون غوښتونکو په ملاتړ تورنوي خو رسیه بیا دا تورونه نه مني.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *