خوست کې ۲۰۰ دوکانونه د اور په لمبو کې وسوځیدل
خوست کې ۲۰۰ دوکانونه د اور په لمبو کې وسوځیدل
د خوست ولایتي اداره وايي، د خوست ښار په ختیځه څنډه کې د لرګیو په هټیو کې د اور لمبې پورته شوې دي او شاوخوا ۲۰۰ هټي د اور په لمبو کې وسوځېدل.
د والي ویاند محمد مبارز ځدراڼ وویل، چې دغه اور لګېدنه تېره شپه د (مې په ۲۸مه) ناوخته رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، چې لا تر دې مهاله د اور لګېدنې لامل لا معلوم نه دی، خو په دې اړه اړوندو مسولینو خپلې پلټنې پیل کړي دي.
په دغه پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتې، خو درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.
یو شمېر هټیوالو پر ولایتي چاراکو تور پورې کړ، چې په وخت سره یې د اور وژنې وسایل د پېښې ځای ته نه دي رسېدلي او د اور په مهارولو کې پاتې راغلي دي.
په دغو هټیو کې د ودانیو د جوړونې لرګي پلورل کېدل.
له دې مخکې هم په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د خوست ښار په سویل ختیځه سیمه کې د لرګیو په یوه ټال کې د اورلګېدلو له امله شاوخوا ۳۵۰ هټي د اور خوراک شوي وو.