په نشه يي توکي روږدي کيدل د افغانستان لويه ټولنيزه ستونزه ده

اوس مهال نشه يي توکي د اقتصاد او کورني نظام پر وړاندي لوي گواښ شميرل کيږي. کابل ښاريان وايي، په شار او واتونو کي د روزدو کسانو تگ راتگ پر نورو خلکو بده اغيزه کوي او بايد دا کسان له دي سيمو څخه ټول کړل شي

په نشه یي توکیو روږدي کیدل د ټولنې له لویو ستونزو څخه شمیرل کیږي. اوس دې بدې ښکارندې د خلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ وده کړې ده او د ټولنې په کلتور، اقتصاد او کورنیو ډیره بده اغیزه کوي او دې برخو ته یي ډير زیان اړولی دی. خو دولت ددې ښکارندې پر وړاندې د ګام پورته کونې کوم پلان نلري. مدني فعالین وایي اوس د خلکو وار دی ترڅو ددې بدې ښکارندې مخنیوی وکړي.

په تیرو دیارلسو کلونو کې، دولت تل د روږدي کیدو پر وړاندې له پلانونو خبر ورکړی چې تر اوسه یي کومه نتیجه نه ده ورکړې. د نویو تر لاسه شویو مالوماتو له مخې، په هیواد کې د روږدي کسانو شمیره دوه برابره شوې یعني له یو نیم میلیونو څخه درې میلیونو ته لوړه شوې ده.

په تیره یوه لسیزه کې دولت ونشو کولای ترڅو روږدي کسان را ټول او ددوی لپاره یوځانګړی ځای رامنځ ته کړي. د مدني ټولنې فعالین وایي په ښار کې د روږدو کسانو تګ راتګ د ټولنې پر سلامتیا ډيره بده اغیزه کوي.

سیمه ایز او سیدونکی او روږدي کسان هم وایي، نشه یي توکي په آزاد ډول او د امنیتي سرتیرو په مخ کې پلورل کیږي

د کابل دریمې امنیتي حوزې مسولین دا ادعا ردوي وایي، ددې حوزې سرتیرو په دې برخه کې هیڅ ډول ناغیړي نه ده کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *