تاجکستان د پولیسو قومندان له داعش سره یو ځای شوی
د تاجکستان چارواکو تر اوسه د ښاغلي حلیموف د ویډیو په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.
د رپوټونو پر بنسټ د تاجکستان پولیسو د ځانګړو ځواکونو “اومون” یو قومندان ګل مراد حلیموف له اسلامي دولت نومې ډلې سره یو ځای شوی.
ښاغلی حلیموف له تېرې یوې میاشتې راهیسې لادرکه و، اوس دی په یوې ویډیو کې غږېدلی او وايي په سوریه کې دی او له اسلامي دولت نومې ډلې سره یوځای شوی.
ګل مراد حلیموف په هغې نوې ویډیو کې چې خپره کړې یې ده، په روسي ژبه ځینې تاجک چارواکي په مرګ ګواښي او وايي چې د خراسان ځواکونه به درشي چې ومو وژني.
ښاغلی حلیموف وايي چې دوی به په تاجکستان کې اسلامي شریعت پلی کړي.
د اسلامي دولت نومې ډله د مرکزي آسیا ځینې هېوادونه او د ایران، افغانستان او پاکستان ځینې برخې د خراسان په نامه یادوي.