د ناټو لوی منشي له واشنگټنه د ليدني پر مهال ويلي: د روسيي له لوري پولند ته نږدي او کريمه ټاپو کي د اټومي توغنديو ځاي پر ځاي کولو د اروپا امنيت له گواښ سره مخ کړی دی، ده ويلي د مسکو دا گام گواښونکی او د انديښني وړ دی

د ناټو لوي منشي روسيه په اوکراين کي په پوځي مداخلې تورنه کړې او په دي هکله يي انديښنه ښودلې ویلي يي دي: مسکو پر خپلو ګاونډیو هیوادونو خپلې غوښتنې تپلې دي. ده چې د واشنګټن د ستراتیژیکو مطالعاتو په یوه مرکز کې خبرې کولې وویل: د روسیې له لوري د اټمې ګواښنه او پوځې مانورې د اندیښنې وړ دي. د ناټو لوی منشي زیاته کړې، د کالنینګراد او کریمه تاپو په سیمه کې د روسیې له لوري د توغندیو ځای پر ځای کولو د اروپا امنیت له ګواښ سره مخ کړی او امنیتي انډول یي له منځه وړی دی

د ناتو لوی منشي ویلي: روسیې په دې وروستیو کې د بمونو لیږدونکیو الوتکو الوتنو ته زور ورکړی او پوځي آزموینو کچه یي لوړه کړې ده ده ویلي روسیه په دې هکله مالومات نه ورکوي چې دا په خپله له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده. د ناتو لوی منشي په وینا: ناتو او روسیه تر اوسه د سړې جګړې حالت ته نه دي ګرځیدلي خو د دواړو خواوو ترمنځ ستراتیژیکې همکاري شتون نلري او ناټو باید له دې حالت سره چې کیدای شي تر ډيرې مودې دوام ولري باید مقاومت وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *