د يمن تښتيدلي ولسمشر د ملگرو ملتونو له لوري د يمني ډلو ترمنځ د پخلايني په غونډه کي د نه گډون اعلان کړی

منصور هادي پر ملگرو ملتونو نيوکه کړې ويلي يي دي، ملگري ملتونه د امنيت شورا وروستۍ پريکري پر خلاف د سولي په موخه غونډه په لاره اچوي

په یمن کې د سولې د ټینګښت ناسته، د یمني ډلو او ګوندونو د مشرانو په ګډون د پنجشنبه په ورځ په جنیو کې پیلیږي.

دا ناسته د ملګرو ملتونو له لوري، په یمن کې د ستونزو د هواري او یوې حلارې ته د رسیدو په موخه تر سره کیږي. خو د یمن تښتیدلي ولسمشر چې اوس په عربستان کې اوسیږي ویلي، چې د جنیو په ناسته کې به ګډون ونکړي. منصور هادي په ملګرو ملتونو نیوکه کړې ویلي يي دي. ملګري ملتونه د امنیت شورا د ۲۲۱۶ پریکړې ته په نه درنښت او پلي کیدو سره د سولې غوڼده په لاره اچولي.

بله خوا د حوثیانو مشر(عبدالمالک حوثي) او د یمن پخواني ولسمشر (علي عبدالله صالح) د یمن په هکله د ملګرو ملتونو له ناستې هرکلی کړی دی. له دې سره حوثیانو د خبرو لپاره یو پلاوی عمان ته استولی دی. د ملګرملتونو د امنیت شورا د پریکړې پر بنست، حوثیان باید له نیولو شویو سیمو څخه خپل وسله وال وباسي او واک منصور هادي ته وسپاري.

حوثیان او ددوی ملاتړې ډلې پلازمینه او یو شمیر نور مهم ښارونه نیولي دي. د دوی او منصور هادي د پلویانو ترمنځ نښتې دوام لري او د عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه هم روان دي. تیره ورخ د ایتلاف الوتکو پر صنعا حدیده حجه او ذمار هوایی بریدونه کری دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *