كورنيو چارو وزارت د ۵۴ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر وركړ
كورنيو چارو وزارت د ۵۴ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر وركړ
د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۵۴ وسله وال مخالفين وژل شوي، نهه تنه ټپيان دي او دوه تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننگرهار، کندوز، بدخشان، سرپل، اروزگان، پکتيا او زابل ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.