په بلخ کې يوې ښځې ځان زندۍ کړى

د بلخ ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د کورني تاوتريخوالي له امله يوې ښځې ځان زندۍ کړى دى.

د بلخ ولايت دامنيه قوماندانى د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري وويل چې تېره ورځ ناوخته د مزار شريف ښار د لومړۍ ناحيې په سيمه کې يوې ښځې ځانه وژنه کړې ده.

د يادې ښځې د کورنۍ يو غړې د نوم له اخيستو پرته وويل چې دې ښځې ځان نه دى زندۍ کړى ، بلکې د خسرګنۍ له خوا زندۍ شوې ده.

خو قادري بيا وايي چې د يادې ښځې د وژل کېدو په برخه کې د پوليسو پلټنې روانې دي.

هغه زياته کړه چې پوليسو د دې ښځې خاوند او خسر نيولي او څېړنې ترې پيل شوې دي.

د مزارشريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نور محمد فيض پژواک ته وويل چې د يادې ښځې جسد روغتون ته ور وړل شوى دى.

د هغه په وينا، څېړنو ښودلې چې ياده ښځه زندۍ شوې، خو تر اوسه نه ده معلومه چې دغې ښځې په خپله ځان زندۍ کړى او که د بل چا له لوري زندۍ

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *