مکسیکو کې په یوه نښته کې ۴۳ کسان وژل شوي
مکسیکو کې په یوه نښته کې ۴۳ کسان وژل شوي
ښاروال ویلي، نښته خالیسکو ولایت ته څېرمه له یوه کلي د پولیسو پر یوه تېرېدونکي موټر د وسله والو له برید پیل شوه.
د مکسیکو تر ټولو ناامنه میچواکان ولایت کې د امنیتي ځواکونو او یوې وسله والې ډلې ترمنځ په نښتو کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
نښته خالیسکو ولایت ته څېرمه له یوه کلي د پولیسو پر یوه تېرېدونکي موټر د وسله والو له برید پیل شوه.
په دغه سیمه کې د “خالیسکو نوی نسل” نومې ډله فعالیت کوي، چې تر ډېره د نشه يي توکو اړوند فعالیتونه لري. دغې ډلې په تېرو کلونو کې له حکومتي ځواکونو سره سختې نښتې کړې دي.
د میچواکان والي ویلي، امکان لري د یوې داړه مارې ډلې غړي وي. سیمه ییزو چارواکو ویلي، په وژل شویو کې پولیس هم دي.
اټکل دی، چې امنیتي چارواکي سیمې ته د څېړنو لپاره ولاړ شي. له تېر مارچ راهیسې “خالیسکو نوي نسل” ډلې ۲۰ پوځيان او پولیس وژلي دي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو کې یو شمېر پوځيان ووژل شول.
د مکسیکو چارواکو په تېره جنورۍ کې د یوې داړه مارې ډلې د یوه مشر د نیولو اعلان کړی و.