بغداد ته د رمادي کډوالو پرمخ لار وتړل شوه
بغداد ته د رمادي کډوالو پرمخ لار وتړل شوه
پر رمادي د ”اسلامي دولت” تر ولکې وروسته له دې ښاره تر ۴۰ زرو ډېر وګړي وتلي دي.
عراقي حکومت له رمادي ښار نه پلازمېنې بغداد ته د تلونکو کډوالو پر مخ د فرات سیند پر سر د “بزیبیز” په نوم مهم پل تړلی دی.
وېره دا ده چې ددغه پله له لارې د “اسلامي دولت” ډلې جنګیالي پلازمېنې ته لاره ونه مومي.
څو ورځې وړاندې، د “اسلامي دولت” جنګیالیو له خوا د رمادي ښار تر نیول کېدو وروسته، د رمادي له جګړو تر ۴۰ زرو ډېر وګړي بې ځایه شوي دي.
دغه پل له انبار ولایت ته بغداد ته یوازېنۍ خوندي لار ګڼل کېږي.
د خوړو نړیوال سازمان ویلي، الانبار سني مېشت ولایت ته به د خوړو مرستې واستوي.
دغه سازمان دا هم وايي، هلته ۲۵ زره وګړي بېړیو مرسته ته اړ دي.
رپوټونه وايي، “اسلامي دولت” د رمادي ختيځ او د فرات درې سوېلي سیمو د نیولو هڅه کوي، خو حکومت پلوي ځواکونه پر رمادي د برید لپاره چمتووالی نیسي.
د تېرې جمعې په ورځ، د عراق مرستیال لومړي وزیر صالح المطلق وویل، له “اسلامي دولت” سره جګړه “سیمه ییزه بڼه” نه لري، بلکې نوموړي پر نړیوالې ټولنې د عملي ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه.
پر همدې مهال، داعش له سوریې سره د عراق پر پوله وروستۍ اډه نیولې ده.
د التنف په نامه دغه اډه د تېرې پنجشنبې په ورځ وروسته تر هغه د داعش لاسونو ته ولوېده، چې د سوریې تاریخي تدمر ښار یې ونیو.