سوریه کې د ایتلاف بمبارۍ د داعش ۱۷۰ وسله وال وژلي
سوریه کې د ایتلاف بمبارۍ د داعش ۱۷۰ وسله وال وژلي
تیره اونۍ امریکا په سوریه کې د ځانګړو عملیاتو اعلان وکړ
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د روانې اونۍ لومړیو ۴۸ ساعتونو کې د هېواد په شمال کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف بمباریو د “اسلامي دولت” (داعش) ۱۷۰ وسله وال وژلي دي.
دغه ایتلاف په شمالي الحسکه ولایت کې خپل هوايي بریدونه د کردي ملېشو په همغږۍ ترسره کوي.
کردي ځواکونه هم د “اسلامي دولت” پروړاندې جنګېږي.
د امریکا دفاع وزارت “پنتاګون” ویلي، ځانګړي ځواکونه یې په روانه اونۍ کې د الوتکو په مټ له عراقي خاورې سوریې ته د ځانګړو عملیاتو لپاره تللي.
دا په تېر اوړي کې د “اسلامي دولت” له منګولو د امریکايي برمته شویو د ژغورنې له عملیات وروسته، د سوریې په خاوره کې د امریکا لومړي ځانګړي عملیات دي.
د امریکا دفاع وزیر اشتون کارټر ویلي “د عملیاتو هدف د ابو سیاف په نامه د اورپکو د یوه مشر په نښه کول وو”.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې تېره اونۍ وویل، د “اسلامي دولت” نژدې ۱۹ وسله وال په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي، چې په وژل شویو کې ۱۲ یې د سوریې نه دي.