امريکا لخوا د ايران پر بیړيو د بريد احتمال زيات شوى
يوې امريکايي خبري رسنۍ ادعا کړې، چې ښايي امريکا يمن ته د ايران پر بار وړونکو بېړيو بريد وکړي.
د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د دوى جنګي بېړيو د يمن عدن بندر کې د ايران بېړۍ تر خپل نظر لاندې نيولې ده.
امريکايي چارواکو ويلي، چې ايران د ملګرو ملتونو له اجازې پرته يمن ته د باروړونکو بېړيو استولو په پلمه په يمن کې مداخله پيل کړې ده.
ملګرو ملتونو له ايرانه غوښتي دي، چې يمن ته دې خپلې مرستې د سره صليب نړيوالې ادارې سره په همغږۍ واستوي، خو داسې ښکاري، چې ايران له دې امر څخه سرغړونه کړې وي.