د شمالي وزیرستان دته خیلو کې ۱۳ ترهګر وژل شوي

د راپورونو پر بنسټ د پاکستان امنیتي ځواکونو له دته خیلو وړاندې د شوال سیمې پر لور پرمختګ کړی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې د شمالي وزیرستان دته خیلو سیمه کې د جېټ الوتکو بمبارۍ کې ۱۳ ترهګر وژل شوي دي.

داسې راپورونه هم لاسته راغلي چې پاکستاني ځواکونو د شمالي وزیرستان شوال سیمه کې پرمختګ کړی دی.

د پاکستان حکومتي رادیو د چارشنبې پر ورځ (مې ۲۰مه) د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو د ادارې له خولې ویلي په برید کې د ترهګرو پنځه مرکزونه هم له منځه تللي دي.

یاده دې وي چې دغه سیمه د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې پرته ده او ځايي خلک وايي دلته د ستر مشر فقیر ایپي زیارت هم موقعیت لري.

د شوال پر لور پرمختګ

د راپورونو پر بنسټ د پاکستان امنیتي ځواکونو له دته خیلو وړاندې د شوال سیمې پر لور پرمختګ کړی دی.

ځايي سرچینو بي بي سي ته وویل شوال کې د وچې درې په نامه سیمه کې هم امنیتي ځواکونو بمبارۍ کړې چې پایله کې یې اته کسان وژل شوي دي.

د شوال سیمه ګڼو ځنګلونو نیولې ده. داسې راپورونه هم شته چې د شمالي وزیرستان میران شاه، میر علي او دته خیلو سیمو کې له پوځي عملیاتو وروسته ډېری سخت دريځو ځانونه اوس په شوال کې پټ کړي دي.

په تېرو څو ورځو کې په دغه سیمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو هم دوه بریدونه کړي چې په کې اته کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو ادارې پر دغو ډرون بریدونو نیوکه هم کړې وه.

بل خوا له سوېلي وزیرستانه د لاسته راغلو راپورونو پر بنسټ ناپېژندل شویو کسانو د تیارزه په زیارتګي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی چې په کې د یوه امنیتي کارکونکي د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

څو ورځې مخکې هم په دغه سیمه کې سخت دریځو د امنیتي ځواکونو پر دوو دریو پوستو له سپکو او درنو وسلو سره بریدونه کړي وو چې پایله کې یې درې چارواکي او په ځوابي عملیاتو کې شپږ سخت دریځي وژل شوي وو.

شمالي وزیرستان کې تېر کال د جون میاشت کې د ضرب عضب په نامه عملیات پیل شوي چې له کبله یې شاوخوا یو میلیون خلک بې ځایه شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو د ادارې په وینا په دغو عملیاتو کې تر دریو میاشتو مخکې مودې پورې ۱۲۰۰ سخت دريځي وژل شوي وو.

له دې وروسته داسې راپور نه دی ورکړل شوی چې دواړو خواوو ته څومره مرګژوبله اوښتې او کومې سیمې له سخت دریځو پاکې کړای شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *