له داعش نه د رمادي په بیا نیولو کې له عراق سره یو
اوباما دا څرگندونې داسې مهال کوي چې د عراق حکومتي قواوې او شیعه ملېشې د رمادي د بیا نیولو لپاره ځانونه برابروي.
ښاغلي اوباما دا څرگندونې داسې مهال کوي چې د عراق حکومتي قواوې او ملیشې د رمادي د بیا نیولو لپاره ځانونه برابروي.
د امرېکا جمهور رئیس بارک اوباما یو وارې بیا د عراق د صدراعظم حیدرالعبادي پر ملاتړ تاکید کړی دی او وايي چې د لویدیځ ښار رمادي د بېرته نیولو لپاره یې د نظامي عملیاتو د پېل کولو په اړه د وروستۍ پرېکړې هرکلی کوي.
ښاغلي اوباما دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې د رمادي په شاوخو کې د عراق حکومتي قواوې او شیعه ملېشې ټولې شوې او پر دغه برید ته ځان برابروي.
د عراق پوځ او ملېشو وکولی شول چې له اسلامي دولت نه د تکریت ښار ونیسي خو، د پنټاگون ویاند ډگروال سټیو وارن د سی شنبی په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا ځلې به درمادي بېرته نیول خورا گران وي ځکه چې عراقي قواو د دغه ښار نه د تښتې پرمهال ډېرې زېاتې امریکايي وسلې پرېښي دي.
د اسلامی دولت وسله والو د رمادي ښار له څو ورځو جگړو وروسته د عراقي قواو نه ونیوه او چارواکي واېې چې ٥٠٠ کسان په دغو جگړو کی وژل شوي دي.
د داعش پرضد نوې ستراتیژۍ ته اړتیا ده
تر دې مخکې،د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې رئیس په ولسمشر اوباما غږ کړی چې کانګرس ته دې په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې په ضد د پوځې قوې د استعمال لپاره نوې لایحه واستوي.
د کانګرس د استازو د جرګې رئیس جان بینر د هغو منتقدینو په کتار کې شامل شو چې وايي د اوباما اداره د اسلامي دولت د ډلې د ماتولو لپاره یوه نوې هراړخیزې ستراتیژۍ ته اړتیا لري.
ښاغلي بینر وویل چې د عراق د رمادي په ښار کې د اسلامي دولت د ډلې وروستي پرمختګونه ښيي چې «هیله ستراتیژي نه ده.»
د امریکا د استازو د جرګې رئیس زیاته کړه چې ولسمشر ته د قوې د استعمال د اجازې د ورکولو کومه غوښتنه چې ولسمشر اوباما کانګرس ته استولې ده په حقیقت کې په دې برخې کې د اوباما صلاحیت لا کموي.
هغه وویل «د دغه لپاره، په ساده ټکو کې، ولسمشر باید د قوې د استعمال د صلاحیتونو په اړه خپله غوښتنه بیرته واخلي او یوه بله لایحه [کانګرس] ته واستوي.»
کله چې د ښاغلي بینر نه پوښتنه وشوه چې آیا کانګرس باید د جنګ د اعلانولو خپل مسولیت، چې د امریکا اساسي قانون ورکړی دی، بیرته وانخلي؟ نو هغه یې په ځواب کې وویل چې په یو وخت کې یو کس د وسله والو قواوو سرقوماندان وي او هغه ولسمشر دی.