له رمادي نه د جګړې له وېرې زرګونه کورنۍ وتلې دي

د امریکا متحده ایالتونه د یوه داسې غوراوي په لټه کې دي، چې د عراقي قبایلو په وسلو سمبالو سره د الانبار ولایت مرکز او مهم ښار رمادي د “اسلامي دولت” (داعش) له منګولو وباسي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند الیسټر پاسکي ویلي: “دداسې غوراوي په لټه کې یو چې الانبار کې سیمه ییزو ځواکونو ته وسلې ورکړو”.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې سې شنبې په ورځ د ملي امنیت له لوړپوړو سلاکارانو سره ناسته لرله، چې د “اسلامي دولت” (داعش) پروړاندې یوه غوره تګلاره ومومي.

په دې ناسته کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جو بایډن، او د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو جان کېري، اشټون کارټر او د مرکزي قوماندې د مشر لویډ اسټون په ګډون د ملي امنیت ۲۵ جګپوړو چارواکو ګډون درلود.

اوباما وویل: “له عراقي حکومت سره د امریکا قوي ملاتړ د سني مېشتي انبار ولایت رمادي ښار د “اسلامي دولت” له منګولو خلاصولی شي”.

پر همدې مهال د انبار امنیتي او قبایلي سرچینې وايي، د العبید او البومحل قبیلو جنګیالیو ددغه ولایت ځینې لوېدیځ کلي له “اسلامي دولت” سره له سختې جګړې وروسته بېرته نیولي دي.

عراقي حکومت د رمادي بېرته نیولو لپاره زرګونه رضاکاران په وسلو سمبال کړي

“اسلامي دولت” دا مهال ددغه ښار د دفاع لپاره چمتووالی نیسي.

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي په تېره سې شنبې له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو د عراق د لاسنیوي غوښتنه وکړه چې په وینا یې “د ترهګرۍ ضد جګړه کې دې عراق ته وسلې ورکړي”.

العبادي پر رمادي د “اسلامي دولت” له بریدونو وروسته له رمادي نه د تښتېدلو ځواکونو د محاکمې ژمنه وکړه.

د تېرې یکشنبې په ورځ د “اسلامي دولت” لاسونو ته د رمادي له لوېدو وروسته له دې ښاره زرګونه عراقي کورنۍ ووتلې.

د عراق حکومت اوسمهال د خپلو ځواکونو او زرګونو رضاکارانو لپاره چمتووالی نیسي چې له پلازمېنې بغداد نه نژدې ۱۰۵ کیلومتره لیرې دغه ښار بېرته ونیسي.

د ولسي پاڅون زرګونه رضاکاران اوسمهال د رمادي ختیځ ته د “رمادي جګړې” پیلولو لپاره رسېدلي دي.

“اسلامي دولت” دا مهال ددغه ښار د دفاع لپاره چمتووالی نیسي.

عیني شاهدانو ویلي، د “اسلامي دولت” جنګیالیو دفاعي کرښې جوړې کړې او د ممکنه بریدونو د مخنیوي لپاره یې ماینونه ځای پرځای کړي دي.

دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *