تهران ته د افغان طالبانو د يوه پلاوي سفر
د وسله والو طالبانو د قطر دفتر يو شمیر غړو تهران ته سفر كړى دى.
دغه پلاوى په قطر كې د طالبانو د دفتر د مشر سيد طيب آغا په مشرۍ پرون تهران ته رسېدلى دى.
د تسنيم اژانس د رپوټ له مخې د طالبانو استازو د خپل سفر په لومړۍ ورځ د ايران له يو شمېر امنيتي چارواكو سره ليدلي او له هغوى سره يې په سيمه ييز مسايلو خبرې كړې دي.
له دې سره هم مهاله د افغانستان د سولې عالي شورا هم تهران ته د طالبانو د پلاوي دغه سفر تاييدوي.
د سولې عالي شورا د نړيوالو اړيكو د كمېټې مشر محمد اسماعيل قاسميار د سې شنبې په ورځ كليد ته وويل، تهران ته د وسله والو طالبانو د پلاوي دغه سفر به د افغان حكومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پياوړي كولو په برخه كې يو نوى پرمختګ وي.
سيد طيب آغا د طالبانو د سياسي كمېټې مشر دى چې د هغه دنده د طالبانو د سياسي اهدافو ټاكل او له بهرنيو هېوادونو سره د اړيكو جوړول او پراخول دي.
ويل كېږي طيب اغا د وسله والو طالبانو د هغه څو ګوتو په شمار كسانو له منځه دى چې له ملا عمر سره مستقيمې اړيكې لري.