ولسي ځواک او امنیتي ځواکونه د رمادي د بیرته نیولو هڅې کوې

وروسته تر دې چې د داعش ډلې په عراق کې د رمادي ښار ونیوه، صدراعظم حیدرالعبادي د دغه ښار د بیرته نیولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه. اوس ملیشې د ښار په شاوخوا کې پرتې دي او ښایي چې د هغوي په مرستې به امنیتي ځواکونه تقویه شي.

همدغو ملیشو تیره میاشت د تکریت ښار په نیولو کې هم د حکومتي ځواکونو سره په جګړې کې مرسته کړې وه.

په سیمې کې عیني شاهدان وایي چې د اسلامي دولت د ډلې جنګیالیو د رمادي په ښار کې کورونه تالاشي کول او د پولیسو او هغو کسانو پسې ګرځیدل چې د حکومت طرفداره وي. دغو شاهدانو اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې جنګیالیو د خلکو مړي د الفرات سیند ته غورځولي دي.

د جمعې د ورځې راپدیخوا چې په رمادي کې جګړه نښتې، تر اوسه پکې شاوخوا پنځه سوه ملیکان او عسکر وژل شویدي.

د رمادي ښار تر نیول کیدو وروسته، د ایران د دفاع وزیر ناڅاپه بغداد ته تللی او د صدراعظم حیدر العبادي تر څنګ یې د هغه هیواد د مشرانو سره عاجلې خبرې کړیدي.

رمادي ته د ملیشو ورتګ، ځيني کسان اندیښمن کړیدي ځکه چې د دغه ښار زیاتره اوسیدونکي سنیان دي. د سیمې یوه اوسدونکي ابو عمار اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې د هغوي لپاره داعش او شعیه ملیشې هیڅ توپیر نلري ځکه چې دواړه یې بې رحمه دي. دې وایي چې ” که زمونږ ښار ته شعیه ملیشې راشي او یا داعش، مونږ به ووژني او یا به کډه کیدو ته مجبور شو. “

یو شمیر منابعو امریکا غږ ته ویلي دي چې حکومتي ځواکونه او قبایلي ملیشې د انبار ایالت د رمادي د ښار په ختیځه خوا کې دیره شویدي او هڅه کوي چې بغداد ته د اسلامي دولت د ډلې د ورتګ مخه ونیسي.

امریکا ویلي دي چې د رمادي ښار د بیرته نیولو لپاره به د عراق سره مرسته کوي. د سپینې ماڼۍ ویاند ایرک شولټز ” مونږ دا نه ردوو چې د داعش لخوا د رمادي ښار نیول کیدل یوه ستونزه ده خو دا هم نه ردوو چې په بیرته نیولو کې به یې د عراقي ځواکونو سره مرسته کوو. “

رپوټ وایي چې پروسږکال د اکتوبر د میاشتې راپدیخوا د انبار ایالت په شاوخوا سیمو کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د اسلامي دولت په جنګیالیو بریدونه کول، خو څه موده کیږي چې دغه بریدونه په کافي اندازه لږ شویدي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر، جنرال مارټن ډمپسي وایي چې د عراقي ځواکونو سره به د نړیوالو ایتلافي ځواکونو مرستې روانې وي. هغه وایي چې عراق ځواکونه به روزي، وسلې او مهمات به ورکوي او هم به د اسلامي دولت په ډلې هوایي بریدونه کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند، ایرک شولټز هم پرون وویل چې تر هغه وخته به د اسلامي دولت په ډلې هوایي بریدونه کیږي، تر څو چې د رمادي ښار د هغوي نه بیرته نیول شوی نه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *