په لغمان کې تر ٣٠٠ شکمن کسان نيول شوي

چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د ملي اردو د چاڼيزو عملياتو پر مهال تر ٣٠٠ ډېر شکمن کسان نيول شوي دي.

د لغمان د سرپرست والي وياند سرحدي ځواک وويل چې د ملي اردو کومانډو ځواکونو نن سهار د اليشنګ ولسوالۍ د ميا ډېري او مرچه خېل په سيمو کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٣ وسله وال وژل شوي او تر ٣٠٠ زيات شکمن کسان نيول شوي دي.

ځواک وويل چې نيول شوي کسان ولسوالۍ ته لېږدول شوي او هلته تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

د لغمان سرپرست والي سيد فضل الله مجددي له امنيتي ځواکونو غوښتي چې د عملياتو پر مهال د ملکي تلفاتو مخنيوى وکړي.

د اليشنګ ولسوالۍ يو اوسېدونکى سيدمحمد وايي چې نن سهار په سيمه کې ډېر زيات پوځيان ليدل شوي او کور په کور يې تلاشي پيل کړې ده.

هغه وايي چې په سيمه کې ډزې هم شوې او کېداى شي وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *