عربستان د ايران پر ضد له پاکستان څخه اټومي وسلې اخلي

راپورونه وايي، سعودي عربستان د ايران سره د سيالۍ له پاره د پاکستان نه اټومي وسلې تر لاسه کړي دي.

همدارنګه په راپورونو کې دا هم راغلي، چې په تازه وختونو کې په منځني ختيځ کې د تهران او رياض ترمنځ مسلکي جګړې زور اخیستی.

پورته ادعاوې د بریتانيې ورځپاڼې “سنډي ټایمز” له لورې شوي او په دغه ورځپاڼه کې د امريکا د دفاع وزارت د يو پخواني چارواکي له قوله کاږل شوي، چې د عربستان او پاکستان ترمنځ پخوا د ستراتيژيکو همکاریو یو تړون لاسلیک شوی و، چې هماغه تړون اوس عملي بڼه غوره کړه.

د غربي رسنیو د معلوماتو له مخې د پاکستان له اټومي پروګرام سره عربستان ډېره مالي مرسته کړې او پر دې اساس پاکستان هڅه کوي، چې عربستان ورسره ځان شريک وګڼي.

د سنډي ټایمز د راپور پر بنست، د ايران پر لانجمن اټومي پروګرام د واشنګټن او تهران ترمنځ له تړون وروسته د عربستان اندېښنې زياتې شوې دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی د يمن له جنجال وروسته لا زيات شوی دی. سعودي عربستان د خپلو ملګرو هېوادونو د ايتلاف لپاره، په يمن کې پر ايران پلوو حوثي ياغيانو زورورې بمباريانې کړي دي.

عربستان خپلو پولو ته نږدې دغه ايران پلوه ياغيان د ځان له پاره خطر بولي.

دغه بريتانوۍ ورځپاڼې د عربستان د استخباراتو د پخواني مشر شهزاده ترکي الفيصل هغه خبره تکرار کړې، چې ويلي يي وو، هر هغه څه چې ايران يي لري دوی (عربستان) به يي هم تر لاسه کړي.

شهزاده ترکي دغه خبره تېره مياشت په جنوبي کوريا کې د يو کنفرانس پر مهال کړې وه.

ورځپاڼه زياتوي، غربيان وېره لري؛ که چېرې عربستان اټومي وسلې تر لاسه کړي، نو نور عربي هېوادونه به هم ورته لېوال شي، چې د دوی پر وینا دغه کړنه د ټولې نړۍ له پاره د اندېښنې وړ ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *