په کابل کې ځانمرګي برید ۴ کسان وژلي او ۵۳ نور یي ټپیان کړي دي

یو ځانمرګي بريدګر، چې په یو سراچه ډوله موټر کې ناست و، د عدلیې وزارت د موټرو تم ځای ته نږدېځان ته چاودنه ورکړې.

د کابل امنيه قومندان عبدالرحمان رحيمي رسنيو ته ويلي، چې د دغه بريد له امله د يوې ښځې په ګډون ۴ تنه وژل شوي او له ۴۰ تنو زيات ټپيان شوي دي.

تر دې دمه د کره مرګ ژوبلې په اړه امنيتي چارواکو څه نه دي ويلي.

د عدليې وزارت د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه پورت دی، چې د ماليې وزارت سره شاوخوا پنځوس متره واټن لري.

دغه وزارت ته نژدې د رابعه بلخي زيږنتون هم موقعيت لري، چې مشهور هوټل کابل سرينا او سرای شهزاده هم له دغې چاودنې زيات واټن نه لري.

ياده دې وي، چې دغه مهال په کابل ښار کې د دولتي مامورينو د رخصتيدو له امله سخته ګڼه ګوڼه هم وي.

پټه دې پاتې نه وي، چې تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *