پکتيکا کې د نښتو پر مهال ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پکتيکا چارواکي وايي، چې د دې ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ په نښته کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا مرستيال والي وويل، چې تېره شپه ناوخته د پکتيکا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د هستۍ سيمې په اړونده پوسته د دولت وسله والو مخالفينو د درېيو بجو په شاوخوا کې بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، په دې بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي، چې ټپي شوي پوليس نږدې روغتيايي روغتون ته وړل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په ځوابي بريد کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي، چې د وژل شويو طالبانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

دجاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي هم په دې سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د نښتې پخلى کوي او وايي، چې په دې نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *