هیڅ تړون د ولسي جرګې له تصویب پرته د پلي کیدو وړ نه دی

ولسي جرګې نن له پاکستان سره د اسختباراتو په تړاو پر تړون نیوکه وکړه

ویل کیږي چې دغه امنیتي تړون افغانستان ته د پاکستان لومړي وزیر سفر پرمهال د افغانستان ملی امنیت شورا او د پاکستان ای اسی ای ادارې ترمنځ لاسلیک شوی دی . د دې تړون پر بنسټ اسلام اباد به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي او د دواړو هیوادونو ترمنح به استخباراتی معلومات شریک کیږي . خو د ولسي جرګې غړې یاد تړون غیر قانوني بولي.

استازو وویل : چې د پاکستان سره د امنیتي تړون لاسلیک کول د هیواد ملي ګټو پر خلاف کار دی احکومت باید په دې هیواد باندی باور ونه کړي . د دوی په اند چې د افغانستان جګړه یوه استخبارتي جګړه ده چې په دې جګړه کې د پاکستان ای اس ای په لوړه کچه رول لري.

ولسي جرګې د دفاعي ، نړیوالو اړیکو ، او کورني امنیت کمیسیونونو ته دنده سپارلې ده ترڅو دغه تړون وڅیړی او پایلې یې د ولسي جرګې عمومی ناستې ته وړاندې کړي . یو شمیر نورو استازو هم د امریکا سره د امنیتي تړون څخه په نیوکې سره وویل چې یاد تړون یوازې په افغانستان کې د نا امنیو زیاتوالو پرته هیواد ته یی نور کوم خیر نه دی رسولی . د دوی په وینا د امریکا موخه د افغانستان له خاورې حخه منځنۍ اسیاته د داعش رسول دي نو ځکه دوی په افغانستان کې نا امنیو ته لامن وهي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *