اروزګان کې د وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده

په خاص اروزګان ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده چې له امله يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن نعمت الله وويل چې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو له تېرې شپې راپه دېخوا د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه پيل کړې ده.

هغه په ياده جګړه کې افغان امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې د يو شمېر وژل شوو وسله والو طالبانو جسدونه اوس هم په سيمه کې پراته دي.

هغه زياته کړه: ((جګړه اوس هم روانه ده او طالبانو د دې لپاره چې د خپلو ملګرو جسدونه ترلاسه کړي جګړه نوره هم تېزه کړې ده.))

هغه له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د يادې ولسوالۍ د امنيت ټينګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه راز د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وويل چې تېره شپه شاوخوا درى بجې يو شمېر وسله والو طالبانو د خاص اروزګان پر اتو امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *