په سوریه او عراق کې داعش ډلې بیا پرمختګ کړی دی
په سوریه او عراق کې داعش ډلې بیا پرمختګ کړی دی
له سوریې رپوټونه و ايي چې دې ډلې په لرغوني ښار پالمیرا کې د بشار اسد ځواکونه د ښار له ډېرو سیمو په شاه کړي.
د اسلامي دولت ډلې له خوا خپره شوې ویډیو ښيي چې د دې ډلې بیرغ په دولتي ودانیو ځړیږي او خلک (الله اکبر) نارې وهي.
د عراق په انبار ولایت کې هم د امریکا له بمبار سره سره دا ډله د رمادي ښار په ډېرو سیمو واکمنه شوې ده، خو عراقي ځواکونه و ایي، چې ډېر ژر به پرېښودلې سیمې بیا ونیسي.
له بلې خوا داسې رپوټونه هم شته چې اسلامي دولت ډلې په رمادي ښار کې تر پنځوسوو پورې امنیتي ځواکونه او د هغوی د کورنیو غړي وژلي دي.