ملګرو ملتونو په یمن کې د اوربند د غځیدو وړاندیز کړی
ملګرو ملتونو په یمن کې د اوربند د غځیدو وړاندیز کړی
د ملګرو ملتو استازی وایي، چې پنځه ورځې اوربند خلکو ته د مرستو رسولو هیله ور کړې، ځکه باید لږ تر لږه پنځه ورځې نور هم اوربند وشي
د یمن لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی د سعودي عربستان په مشرۍ له عرب ټلوالې غواړي چې په دغه هیواد کې اوربند نور هم وغځوي.
عرب ټلوالې په یمن کې د انساني مرستو د رسېدلو لپاره د پنځه ورځو لپاره بمباري ځنډولې چې نن ماښام یې وخت پای ته رسیږي.
موږ ولیدل چې څنګه دغه انساني اوربند په خورا بې اسرې وخت کې د یمن خلکو ته د مرستو رسولو هیله راکړه، په دې دلیل زه له ټولو ښکېلو لورو غواړم چې لږ تر لږه پنځه نورې ورځې هم اوربند وکړي.
اسماعیل ولد شیخ احمد د ملګرو ملتو د سرمنشي له قوله د یمن کړکېچ د پای ته رسولو په غونډه کې دا خبرې کولې.
د یمن ژغورنې کانفرنس په ریاض کې د ملګرو ملتو او عرب خلیج همکارۍ شورا په نوښت جوړ شوی او د یمن د مسلو اړوند له ۲۵۰ ډېر کارپوهان هم ور بلل شوي دي.
په دې کانفرنس کې د یمن پر اقتصادي او سیاسي کړکېچ ارځولو سربېره د دغه هیواد لپاره د نوي اساسي قانون جوړولو پلان هم ټولپوښتنې ته وړاندې کیږي.