دعراق رمادي ښار د نیلو لپاره چمتوالی روان دی

د عراق لومړی وزیر حیدر عبادي د ولسي ځواک کمیټې او د دې هیواد نورو ځواکونو ته لارښونه کړې ده ترڅو د رمادي ښار باندې برید او همدرانګه له یاد ښار څخه د داعش ډلې شړلو لپاره چمتوشي .عراقي سرچینو ویلې دي چې دغه ښآر د داعش په لاس کې لویدلی دی او د څو ورځو په نښتو په پایله کې سلګونه کسان هم وژل شوې دي.

د راپور پر بنسټ د عراق لومړي وزیر حیدري عبادي ولسي ځواک او د دې هیواد نورو ځواکونو ته لارښونه کړې ده ترڅو د داعش ډلې څخه د رمادي ښار پاکولو په موخه عملیاتو ته چمتو شي تر دې وړاندې یو شمیر عرقي ډلې په انبار ولایت کې د ولسي ځواک له عملیاتو سره مخالف ول.

دا لارښونه وروسته له هغې وشوله چې د عراق یو شمیر قبایلو د دې هیواد له لومړي وزیر څخه غوښتنه کړې وه چې په الانبار ولایت کې د داعش ډلو دځپلو لپاره ولسي ځواک واستوي تر دې وړاندې ولسي ځواک د صلاح الدین او تکریت ښارونو په ازادولو کې مهم رول لوبولی وه ږ

حلور ورځې کیږي چې د داعش ډله د رمادي ښار کې چې د بغداد په اویا کیلو مټرۍ کې موقعیت لری نفوس پیدا کړی دی تر اوسه عراقي سرچینو منلې ده چی یاد ښار د داعش په لاس کې لویدلی دی او د رمادی ښار په دې وروستیو څو ورځو نښتو په پایله کې سلګونه کسان وژل شوې دي او له د ښار څخه خلک د تیښتې په حال کې دي او په زرګونه خلک له یاد ښار حخه تښتیدلي دي .

سیمه ایز اوسیدنکی وایي: د ښار په ټولو برخو کې ګډو وډي او برمته کول زیاتوالی موندلی دی کورونه تر بریدونو لاندې نیول کیږي د هغو کورنیو چې په دې جګره وژل شوې دي کره شمیره یې نه ده په ډاګه شوې او په کوڅو شځې د تیښتو په حال کې لیدل کیږي

رمادي ښار د عراقي ځواکونو او د داعش ډلو ترمنځ د سختې نښتو شاهد وه او وژل شوي ډیرۍ ملکي وګړې دي د را پورنو پر بنسټ د عراق ځانګړو ځواکونو یو مرکز د داعش ډلې له لورې کلابند شوی دی او د دوي ترمنځ اوس هم جګړه دوام لريۍ

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *