د ټاکنو خپلواک کميسيون ريس نن په ولسي جرگه کي له دي سره ويلي، مرسته کونکو هيوادونو د خپلو مرستو له نه ورکولو خبر ورکړی او حکومت د ټاکنو د لگښت وس نلري

د ولسي جرگي يو شمير غړيو نن په دې جرگه کي د ښاغلي نورستاني له شتون سره مخالفت وکړ

ښاغلی نورستاني نن په ولسي جرګه کې له ډيریو ستونزو سره مخ وو. یو شمیر استازي دده له ورتګ سره موافق او یو شمیر نور بیا مخالف وو.

بلاخره عبدالظاهر قدیر چی نن یی د ولسي جرګې مشري کوله د ښآغلي نورستاني ګډون یې رایې کارونې ته کیښود اود ډيریو د غوښتنو له مخې ولسي جرګې ته په راتګ سره بریالی شو.

د ښاغلي نورستاني په وینا، د پارلماني ټاکنو نیټه له لاسه وتلې، دوی په دې برخه کې حکومت ګرم وپیژانده وویل: حکومت په ټاکلې نیټه د ټاکنو تر سره کولو پریکړه نه وه کړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریس وویل: مرسته کونکو هیوادونو د خپلو مرستو له بندولو خبر ورکړی او حکومت د ټاکنو د لګښت وس نلري. دوی ویلي مرسته کونکو هیوادونو د خپلو مرستو دوام د ټاکنو په کمیسیون د سمون له راوستلو سره تړلی ښودلی.

د ښاغلي نورستاني په وینا، د بهرنیو مرستو په بندیدو سره دا کمیسیون د خپلو هغه اته سوه پنځوسو کارکونکو ګوښه کولو ته اړ شو کوم چې په دې برخه کې یې زدکړې تر لاسه کړې دي او ددې کسانو له شتون پرته به د رڼو ټاکنو تر سره کیدل ستونزمن وي.

له دې سره ښاغلي نورستاني د ولسمشری په ټاکنو کې د روڼتیا نه شتون ته په نغوتې سره ویلي: د ټاکنو یوه ستونزه د رای ورکونکود نوم لړ نشتون وه او دې کمیسیون نږدې نهه میلیونه د رایې ورکونې کارتونه وویشل. په داسې حال کې چې د رایو ورکونکو شمیره شپږ ویشت میلیونه ښودل شوې خو نورستاني ویلي د رایو ورکونکو شمیره باید له یولس تر دولس میلیونه کسانو وی په داسې حال کې هغه کسانو چې د رایو ورکونکو په توګه خپل نمونه ثبت کړي یوویشت میلیونو کسانو ته رسیږي چې دا په خپله په ټاکنو کې درغلیو ته لاره هواروي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریس وویل: که چیرې تر یوې اونۍ د ټاکنو لپاره بودیجه تر لاسه شي تر راتلونکو شپږو میاشتو کې د پارلماني ټاکنو تر سره کیدل شونې ښکاري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *