کابل کې د ملي اردو چورلکه غورځېدلې، دوه پيلوټان يې ټپيان دي

په کابل ولايت کې د ملي اردو يوه چورلکه د تمريناتو پر مهال غورځېدلې چې له امله يې دوه پيلوټان ژوبل شوي دي.

د ملي د فاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال دولت وزيري وويل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته په خاکجبار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو ځواکونو په ياده سيمه کې تمرينات ترسره کول، چې د تخنيکي ستونزې له امله يوه چورلکه غورځېدلې ده.

جنرال وزيري وويل چې په دې پېښه کې دوه پيلوټان ژوبل شوي چې په بيړنۍ توګه روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د ټپي پيلوټانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د خاکجبار ولسوالۍ د چنار د سيمې يوه اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد پژواک ته وويل چې چورلکه ددوى په کلي کې غورځېدلې ده.

هغه زياته کړه، دا چورلکه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو وغورځیدلې او ورپسې سمدلاسه نورې چورلکې راغلې او سيمه يې کلا بنده کړه

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *